AFGHAN - TOLO

افغان و طلوع باداشتن مطالب جالب ودلچسپ در خدمت شما ست

|| صفحة اصلي ||چت||اخبار||عكس||ويديو||ديدني ها ||ارتباط||

برگشت به

د بېلتون، هجران او جدايۍ په هكله

             
 
د مسافرۍ، پردېسۍ او بې وطنۍپه هكله
       
             
 

اخر به ورك شم له وطنه                      د لېلا سترګو راته جوړ كړل فسادونه

ارمان ارمان خپله وطنه                      د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه

ارمان به ډېر راپسې وكړې                بيا به وطن راپسې ګورې نه به يمه

اشنا د بل وطن سړى دى                    په تش دېدن بى زړګى ولى ښه كومه

اور دې راپوې كړ ته لاړې                 چې ته راځې زه به د خاورو ډېرى يمه

بېلتونه وسوځې ايره شې                  چې د وصال سيلۍ دې يوسي په ملكونه

ته د غماز نه ګيله من يې                    زه د بېلتون د لاسه ورك له ملكه يمه

پاس بنګله كې فرياد خېژي              يا رنځوران دي يا ميئن له ملكه ځينه

پر لوړه وخېژه څار وكړه                    چې د پردېسو كډې چېرته اړوينه

په ژړا مه راپسې ژاړه                       زه مسافر يم د دعا تمه لرمه

په هغه وخت كې ژړا راغله               چې مسافر وطن ته تله زه پاتې شومه

جانان چې ځي په مخ دې ښه شي     زړه يې زما په زلفو بند دى رابه شينه

جانانه ستا په بېلتانه كې                  په ملكو ګرځم ځمكه ځاى نه راكوينه

خاونده بيا دې پسرلى كړ                 ماته رخصت راكړه چې خپل وطن ته ځمه

خاونده ما خو داسې نه ويل              چې مسافر شم څوك دې خير نه راكوينه

چې مسافر په كاڼو ولې                     جنۍ لمن به دې خداى نه زرغونوينه

دا خو دا ستا د يارۍ ټس دى            چې په زېړي مازيګر كډې بارومه

د پښتنو وطن ته راشه                       چې دې زرغون شي د زړګي سوي داغونه

د غم پوځونه راپسې شوه                  د بېلتانه تاج مې په سر له ملكه ځمه

د لوى لارې مسافره                            په دېدن موړ شوې كه مخ بيا درواړمه

د مسافر يار زنكدن دى                     مخ يې وطن ته كړئ چې سايې وخېژينه

د نيمې شپې سندرې خوند كا          څوك به ميئن وي څوك به ورك له ملكه وينه

راځه وطن ته راروان شه                     نور مې د زړه په بېلتانه مه ږده داغونه

راكړى ګل دې بېرته واخله                 زه د هجران په سفر ځم مړاوى به شينه

زړګيه مه ورپسې ژاړه                       جانان به تل مسافر نه وي رابه شينه

زلفې مې تاو كړې كږې نه شوې       د مسافر اشنا په سر دې خير وينه

زما د لېرې وطن ياره                         چېرې په خيال كې دې راځم كه هېر دې كړمه

زما د ليرې وطن ياره                          رنګ مې دې هېر دى په نامه دې ناسته يمه

زما د ليرې وطن ياره                          رب دې سپوږمۍ كړه چې بشر دې ووينمه

زما د ليرې وطن ياره                         ته به تر ما پورې راځې كه هېر دې كړمه 

زما مسافري به بل څه وي                  د وطن غم مې په زړه مالګې دوړوينه

زما نه پاتې شوې وطنه                      لكه مرغۍ په بوټي شپې درته كومه

سبا به كاڼي بوټي ژاړي                      چې يو اشنا له بله اخلي رخصتونه

سبا وطن ته روانېږم                           د خپل وطن ياران مې ډېر ياد شوي دينه

سپرلى به بيا په وطن راشي              جونه به كېږدي په اوربل كې سره ګلونه

سپوږمۍ په غره راپورته كېږه          كه مسافر په سيند كډېږي غرق به شينه

سپوږمۍ سر وهه راخېژه                   زما لالى د لويو غرو  مزل كوينه

سر لاندې غټه تيږه كېږده                   پردى وطن دى په كې نه شته بالښتونه

ښه دې چې غم دې راسره دى             چې په سفر كې دم په غم غلطومه

كلى پرېږده خوا كې مې كېنه            دوه ورځې ژوند دى په خندا يې تېرونه

كلى وطن راته سور اور شو              نور به د دښتو ميرو عمر تېرومه

كه مسافر شي بيا به راشي                د تورو خاورو مسافر كله راځينه

ګل مې په لاس كې مړاوى كېږي          پردى وطن دى زه يې چاته ونيسمه

ما د كوچي د عمره ځار كړې             د سبايي اور يې بلېږي دوى ترې ځينه

مسافر تلې درجګه نه شوم                په زړه مړه وم ما ويل تل به دېدن وينه

مسافري په بې غمۍ كړه                   زه پښتنه يم په نامه دې ناسته يمه

مسافري دې ډېره وكړه                       راځه راځه روزي به خداى رارسوينه

مسافري دې روزي مه شه                  زه دې په سپينه خوله ويده پرېيښې يمه

مسافري سخته خواري ده                  باران به اوري څوك به ځاى نه وركوينه

نجلۍ كه ټوكى د بخمل دى             يار يې نيستمن دى په ژړا له ملكه ځينه

نن مې د يار په لور سفر دى              خدايه كه لنډ كړې دا د ځمكې تنابونه

يو وار دې لاس په لاس كې راكه     دا لاس نيوى به دې تر ډېره يادومه